د جوزجان خانقاه، فیض آباد او منګجیک ولسوالۍ او د فاریاب کوهستان ولسوالۍ د طالبانو لاسته لویدلې دي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی نادر سعیدي وايي چې د دې ولایت کوهستان ولسوالۍ تیره شپه د طالبانو لاسته لویدلې او امنیتي ځواکونه هم طالبانو ته تسلیم شوي دي.
ښاغلی سعیدي همدا شان د میمنې ښار په څنډو کې د طالبانو له حضور څخه خبر ورکوي خو د فاریاب امنیه قوماندانۍ بیا د میمنې ښار له څنډو د طالبانو له په شا تمبولو خبر ورکوي او وایي چې امنیتي ځواکونه اوس مهال د پرمختګ په حال کې دي.
له بلې خوا د جوزجان د ولایتي شورا غړی مولوي عبدالحی حیات هم د طالبانو لاسته د دې ولایت د خانقاه، فیض آباد او منګجیک ولسوالیو له لویدو خبر ورکوي.
د دې ولایتي شورا دا غړی بیا د آقچې ولسوالۍ سقوط ردوي او وايي چې مرسته کوونکي ځواکونه دې ولسوالۍ ته رسیدلي او اوسمهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
امنیتي پازوال تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.