په فاریاب ولایت کې د دي سي ټوپونو لګیدو په پایله کې یو ماشوم مړ او دوو میرمنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وایي تیر ماښام طالبانو د میمنې ښار په اړوندو کې ۷ د دي سي ټوپونه توغولي دي.
ښاغلی یورش زیاتوي چې په دې پيښه کې دولتي او پوځي ودانیو ته تاوان ندې رسیدلی خو عام وګړو ته مالي او ځاني ډیر تاوانونه رسیدلي دي.
په همدې حال کې د فاریاب د پولیسو قومندان روح الله خلیل اوغلو وایي چې د دې پيښې په پایله کې یو ماشوم مړ او دوې میرمنې وژل شوي دي.
د فاریاب د پولیسو د قومندان په وینا د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ د نښتو په پایله کې ۶ طالب جنګیالي هم وژل شوي دی.
خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.