د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د دفتر مشر له څلورو نور کسانو سره ووژل شو.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دپه فاریاب کې د طالبانو د ډلې د نومول شوي والي د دفتر مشر د دې ډلې یو سرګروپ په خالد مشهور زین الله او درېو نورو کسانو سره د دې ولایت د لمار ولسوالۍ په تمیورک کلي کې د امنیتي ځواکونو په هوایې برید کې وژل شوی دی.
له بلې خوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته د دې ډلې د یوه سیمه ییز قوماندان له تسلیمیدو هم خبر ورکوي.