1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په فاریاب کې د طالبانو د ډلې د پوهنې آمر ووژل شو

82865465_2537296966591621_2471141736202633216_n
20 Jan 2020

په فاریاب کې د طالبانو د ډلې د پوهنې آمر ملا حقیار ووژل شو.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چېد فاریاب قرمقل ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې آمر په حقیار مشهور ملاابراهیم له خپل یوه ساتونکي سره،د امنیتي ځواکونو په یو لړ موخه ییزو عملیاتو کې په اندخوی ولسوالۍ کې ووژل شو.

خبرپاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې دطالبانو د ډلو یو مخکښ قوماندان هم ټپي شوی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو،ملا حقیار په فاریاب کې د یوې کورنۍ د ۶ غړو د وژنې پړ بولي.

د یوه بل خبر له مخې،د بلخ ولایت شولګر ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د بلخ ولسوالۍ پلاس پوش او هیواد کلي هم د وسله والوطالبانو له شتونه چڼ شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.