1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په فاریاب کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د دې ډلې ۹ غړو وژل کیدل

Taliban-Kunduz
16 Nov 2020

په فاریاب ولایت کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د دې ډلې ۹ غړي وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د خبرپاڼې پر بنسټ، امنیتي ځواکونو د دې ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د طالبانو یو مرکز موخه ګرځولی چې په پایله کې یې د دې ډلې د تاجي پهلوان په نوم قوماندان په ګډون ۹ تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

له بلې خوا د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې پنځه ماشومان تیره ورځ د هغه ماین د چاودنې په پایله کې ټپیان شوي دي چې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وو.

د راپورونو پر بنسټ، له دې ټپيانو د یوه روغتیایي حالت نازک دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.