1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په فاریاب کې د عبادت کوونکو پر سر برید کې د لسګونو تنو مرګ ژوبله

Faryab-1536x1087
14 Jul 2020

د میمنې ښار اړوندو کې د وسله والو مخالفینو په برید کې لس تنه عام وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

د فاریاب والي ویاند احمد جاوید بیدار وایي څلور تنه ناپیژانده وسله وال چې په یو سراچه ډوله موتر کې سپاره وو تیره شپه اته بجې (دوه نۍ،چنګاښ ۲۳) د میمنې د اومې امنیتې حوزې اړوندو کې په بی بی آیینه کلي کې په عبادت کوونکو ډزې کړي.

ښاغلي بیدار زیاته کړه چې په دې نښته کې دوه سیمه ییز سرتیري او دوه عام وګړي مړه او شپږ تنه نور ټپیان شوي دی.

د فاریاب والي ویاند همداشان ویلي چې د دې پيښې ټپیان روغتون ته استول شوي او عاملین هم له سیمې تښتیدلي دي خو په دې تړاو د پولیسو څیړنې روانې دي.

تراوسه د دې پيښې پړه کومې ډلې په غاړه نده نیولې.