1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په فاریاب کې د ملي  جنبش ګوند د پلویانو اعتراض؛ اعتراض کوونکو د پوځ لومړۍ لوا ته نږدې لاریون وکړ

188439909_5499120933495059_3380317628374948089_n
22 May 2021

د هرې ورځې په تیریدو سره د فاریاب د نوي والي د پيژندل کیدو په غبرګون کې د ملي اسلامي جنبش ګوند د پلویانو اعتراض لمن په خوریدو ده.

اعتراض کوونکو نن (پیلنۍ، غبرګولي لومړۍ)، په یوه ګام کې د سپینو کالیو اغوستلو سره چې یا رهبر یا کفن شعار پرې لیکل شوی وو، د خلکو په همکارۍ یې فاریاب ته د نوي والي د پيژندنې غوښتنه وکړه.

دوی همداراز په فاریاب کې د ملي پوځ لومړۍ لوا ته نږدې، چیرې چې داوود لغماني د نوي والي په توګه کار پیل کړی، تللو سره، د ډيرو ناندرو د مخنیوي په موخه کابل ته د ښاغلي لغماني د ستنیدو غوښتنه وکړه.

د ښار په بله څنډه کې، د ښځو د پرلت کیږۍ هم خوره ده.

اعتراض کوونکې میرمنې د خلکو له لورې د والیانو او نورو سیمه ییزو چارواکو پر ټاکنې ټینګار لري.

دوی هیښتیا ورکوي که د دوی غوښتنې ونه منل شي، له اعتراضونو به لاس په سر نشي، بلکې لا به یې اعتراض لوی شي.

په فاریاب کې د جنبش ګوند پلویانو اعتراضونه هغه مهال ډير شول چې د اعتراض کوونکو له لورې د ولایت مقام د ور تړل کیدو وروسته، داوود لغماني د دې ولایت د والي په توګه خپل کار په میمنې ښار کې د پوځ په یوې لوا کې پیل کړ.

له دې ټولو سره، یو شمیر شنونکي بیا په فاریاب کې د خلکو او حکومت د مخامخیدو له پایلو اندیښمن دي او د خبرو له لارې د دې مسئلې په هواري ټینګار کوي.