1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په فاریاب کې د هاوان د لګیدو له کبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

Faryab-1536x1087
11 Jan 2021

د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د هاوان د یوې ګولۍ د لګیدو له کبله پنځه ولسي کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د فاریاب د پولیس مشرۍ ویاند کریم یورش وایي چې د هاوان دا ګولۍ تیره ورځ (مرغومي ۲۱مه) د طالبانو له لوري پر یوه استوګنیز کور توغول شوی چې په پایله کې یې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل هم ټپي دی.

له بلې خوا ښاغلی یورش وايي چې یوه طالب جنګیالي تیره ورځ د دولت آباد ولسوالۍ په بازار کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو پر یوه قوماندان ډزې کړي چې په پایله کې یې نوموړي قوماندان خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ ولسي کسان هم ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.