| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په فاریاب کې د هاوان د لګیدو په پایله کې د څلورو ملکي وګړو وژل کیدل
08 Feb 2020
په فاریاب کې د یوه هاوان د لګیدو په پایله کې څلور ولسي کسان ووژل شول.
د فاریاب امنیتي پازوال د دې پیښې پخلي سره وایي چې د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ په بیش کپه کلي کې د یوه هاوان د ګولۍ د لګیدو په پایله کې، درې ماشومان او یوه میرمن وژل شوي او یوه بله میرمن هم ټپي شوې ده.
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وایي، چې دا هاوان د پوځیانو د موخه ګرځولو په موخه د وسله والو مخالفینو له خوا توغول شوی وو، چې په یوه استوګنیز کور لګیدلی دی.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تیره اوونۍ په خپل کلني ګزارش کې د عام وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اعلان وکړ چې په ۲۰۱۹ زیږدیځ کال کې ۱۰ زره او ۷۷۲ تنه عام وګړي مړه او ټپیان شوي چې په دې ګزارش کې د طالبانو ډله د دې مرګ ژوبلې د ډیرې برخې عامله بلل شوې وه.