1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د فاریاب د قیصار پر ولسوالۍ هاوان لګیدو په پایله کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

Faryab--1536x864
27 May 2021

د فاریاب قیصار ولسوالۍ پر بازار د هاوان د څو ګولیو لګیدو په پایله کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او  ۹ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  وسله والو طالبانو تیره ورځ مازدیګر د فاریاب قیصار ولسوالۍ پر بازار د هاوان څو ګولۍ توغولي چې په پایله کې یې ۷ ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو له لوري د هاوان د ګولیو توغولو موخه امنیتي ځواکونه وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.