| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په فاریاب کې وروستیو بدلونونو څخه د عبدالله عبدالله اندیښنه
18 May 2021
د ملي روغې جوړې لویې شورا مشر په خپلې نوې اعلانپاڼه کې د فاریاب د نوي والي پیژندنې په غبرګون کې ویلي دي چې د ستر پازوال او والیانو په ګمارنه کې باید د خلکو نظر او ملاتړ په پام کې ونیول شي.
عبدالله عبدالله ټينګار کوي چې په اوسنیو شرایطو کې چې له نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ لپاره د افغانستان ولس یووالي، یو بل منلو او سیاسي ټلوالې ته اړتیا لري، باید له داسې چلند څخه چې نظام ته زیان رسوي ډډه وشي.
ښاغلي عبدالله د خبرو اترو له لارې او له سیاسي مشرانو او خلکو سره په همغږۍ د فاریاب د ستونزې حل غوښتنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې د حکومت له لوري د فاریاب د نوي والي په توګه د محمد داوود لغماني پیژندنې په تړاو اعتراضونه دوام لري.

د نقیب الله فایق له ګوښه کیدو او د سیمه ییزو ارګانونو له لوري فاریاب ته د نوي والي له پیژندنې وروسته، مارشال عبدالرشید دوستم او د جبنش اسلامي ګوند پلویانو مخالفت وښود.
داوود لغماني تیره ورځ ( دوه نۍ/دوشبنه، غويي/ ثور ۲۷مه) د خلکو د اعتراضونو له کبله د میمنې ښار په یوې څنډه ۲۰۹ شاهین لومړۍ لوا کې په خپل کار پیل وکړ.
