1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په فاریاب کې ۷ وسله وال مخالفین مړه او ټپیان شوي دي

2192276
23 Nov 2019

 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې تیره ورځ(لیندۍ لومړۍ/نومبر په ۲۲ مه ) د فاریاب په قرمقول او اندخوی ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته وشوه چې په پایله کې یې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې نښته کې د ملي اردو یو سرتیری هم ټپي شوی دی.
دا خبرپاڼه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې د طالبانو د وسلو یوه زیرمه هم له منځه وړې ده.
خو طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې ډلې جګړه مارو تیره ورځ د قرمقول ولسوالۍ پر مرکز یرغلیز بریدونه کړي دي.