1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په فراه کې ماین چاودنې د ۷ امنیتي سرتیرو ژوند واخیست

Farah
03 May 2021

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په پایله کې ۷ امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د فراه والي تاج محمد جاهد وايي چې د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان سیمه کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته د طالبانو د ماین چاودنې موخه وګرځيده چې په پایله کې یې ۷ امنیتي ځواکونو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی جاهد زیاتوي چې تیره شپه طالبانو د فراه ښار ته څيرمه هم د امنیتي ځواکونو پر پوستو یرغلیز بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له لوري وتمبول شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.