په فراه ولایت کې د موټربم چاودنې په پایله کې درییو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د فراه امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تیره ورځ (وري ۲۴مه)مازدیګر د پنځو بجو په شاوخوا کې وسله والو طالبانو له چاودیدونکو توکو یوه ډکه باروړونکې سوځکۍ ته د فراه ښار په مرکز غلام صدیق سیمه کې د ملکي کسانو په یوې ګڼه ګوڼه سیمه کې چاودنه ورکړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دې چاودنې په پایله کې د یوه ماشوم په ګډون درییو ملکي کسانو ژوند بایللی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه نور ټپیان شوي چې د څلورو روغتیايي حالت نازک دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.