د سعودي عربستان پادشاه په یوه حکم سره یو شمیر شهزاده ګان او د ملي دفاع وزارت پوځي قوماندانان له دندو ګوښه کړل.
عربي رسنیو نن درې نۍ/سه شنبه (سپتمبر لومړۍ) راپور ورکړی دی چې ملک سلمان د دې حکم په صادرولو سره همدا راز د فساد په دوسیو کې د دې کسانو لاس لرلو په اړه له دې کسانو د لا ډیرو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
په یمن کې د عربي ایتلاف ګډو ځواکونو قوماندان، د عربستان د سیمې د امیر مرستیال او همدا راز د دې هیواد د ملي دفاع وزارت سرتیري او ملکي کارکوونکی په دې نوملړ کې شامل دي.
همدا راز له فساد سره مبارزې او کنټرول کمېسیون ته سپارښتنه شوې چې باید د ټولو تورنو کسانو په تړاو پلټنې پړاونه بشپړ او د دوی پر وړاندې لازم قانوني ګامونه پورته او پایلې یې هم شریکې کړي.