عربي ټولنې یو ځل بیا په فلسطین کې د اسراییلو لخوا د ښارګوټو جوړولو دوام وغنده.
د دې ټولنې غړو په خپله ناسته کې، د ژنیف د هوکړې د ټولو بندونو د اجرا په موخه په ټول فلسطین او په ځانګړې توګه په الخلیل ښار کې د نړیوالو ساتندویه ځواکونو د بیا میشتیدو غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د فلسطین په چارو کې د عربي ټولنې مرستیال، په دې هیواد کې په ابراهیمي حرم کې د فلسطین د خلکو د وژل کیدو د ۲۵مې کلیزې په پار، د وژنو او ترهګریزو هڅو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د جدي ګامونو پر اوچتیدو ټینګار وکړ.
د فلسطین دې استازي، د اسراییلو د کړنو او د سیمې لپاره د ګواښوونکو پایلو اړوند هیښتیا ورکړه.