1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په قطر کې د افغانانو ترمنځ د خبرو په ترسره کیدو د حکومت هوکړه

قطر-نماینده-ها
14 Jun 2020

دوه ورځې وروسته له هغه چې ولسمشر غني وویل، ډیر ژر به د افغانانو ترمنځ د خبرو مهال او ځای شریک کړي، د الجزیرې خبري آژانس د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په حواله ګزارش خپور کړی چې ښاغلي غني په دوحه کې د دې خبرو د لومړي پړاو له ترسره کیدو سره هوکړه کړې ده.

 

دا قطري ډیپلومات تیره اوونۍ کابل ته راغی او له ولسمشر غني او یو شمیر نورو سیاسي شخصیتونو سره یې ولیدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي د دې ګزارش په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان حکومت هوکړه کړې چې یوازې د مرکچي پلاوي لومړنۍ لیدنه په دوحه کې ترسره شي.

د ښاغلي صدیقي په وینا، تراوسه د مخامخو خبرو د ځای اړوند وروستۍ پریکړه نده شوې.

له بلې خوا، یو شمیر سیاسیون د دې خبرو له ترسره کیدو ناخوښ دي.

د افغانستان د ملي کنګرې د ګوند مشر، عبداللطیف پدرام، نن (یوه نۍ، غبرګولي۲۵/جون۱۴)، په یوې خبري ناسته کې وویل چې د داشان خبرو ترسره کیدو ته خوشبینه ندی او د ملي مصالحې لویه شورا د دې خبرو د ترسره کیدو وس نلري.

هغه وویل چې د اپوزیسیون د جوړولو په هڅه دی او د دې آدرس له لارې هڅه کوي چې له طالبانو سره خبرې وکړي، ځکه حکومت مشروعیت نلري.

له دې ټولو سره په وروستیو اوونیو کې د افغانانو ترمنځ خبرو ته د نږدې کیدو لپاره کوټلي ګامونه اوچت شوي.

سیاسي شنونکی، سیدعلي رضا محمودي وایي چې حکومت په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي او طالبان د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل وړاندې د پنځو زرو بندیانو په خوشې کیدو ټینګار لري.

له دې سره، تمه ده چې سبا دوه نۍ، د سولې د بهیر اړوند د افغانستان، روسیې او امریکا درې اړخیزه ناسته په آنلاین بڼه ترسره شي.