د طالبانو سیاسي پلاوي په قطر کې د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره لیدنه کړې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله تویتړپاڼه کې لیکي چې ملا برادر له ښاغلي طاهریان سره د اوسني حالت، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو او په ایران کې د افغان ګډوالو په اړه خبرې کړي او ویلي چې له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون پر پلې کیدو ژمن دي او د دوې د ټولو بندیانو د خوشي کولو په صورت کې د افغانانو ترمنځ خبرو ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي طاهریان مخکې له دې هم د ولسمشر غني سره په لیدنه کې ټینګار کړی وو چې تهران د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر څخه ملاتړ کوي.
ښاغلي شاهین همداشان ویلي چې د طالبانو سیاسي پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو سره هم په یوه ویدیویي ناسته کې د دوحې د هوکړه لیک په پلې کیدو او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې کړي دي.
په دې وروستیو کې ښاغلي شاهین په یو بل تویت کې په کندز ولایت کې د ۲۰ امینتي ځواکونو له خوشي کولو خبر ورکړی دی.
طالبانو د اوونۍ له پیل تراوسه ۷۵ امنیتي ځواکونه له نبده خوشي کړي دي.