1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په قطر کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ خبرو بیا پیل

p01
13 Oct 2020

له دوولسمو ورځو ځنډ وروسته په قطر کې، د افغانستان د دولت او طالبانو د ډلې پلاویو تیره ورځ ماښام ( دوه نۍ/دوشنبه ،تلې/میزان ۲۱ مه) ناسته درلوده.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري، او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک په خپلو ټویټرونو کې لیکلي دي چې په دې ناسته کې د اختلافي سکالو پر سر بحث شوی او د دواړو لوریو ترمنځ خبرې دوام لري.

د راپورونو پر بنسټ، دا خبرې اترې د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او یوشمیر نورو هیوادنو په منځګړیتوب بیا پیل شوې دي.