1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو یوولسم پړاو پیل

قطر
17 Jan 2020

په قطر کې د طالبانو ویاند تایید کړې ده چې د دواړو لوریو تر منځ خبرې اترې پیل شوې او دواړه لوري د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک پر سر چنې وهي.

د تاوتریخوالو راکميدو په اړه په خپلو کې د طالبانو سلا مشورو وروسته،د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو ترو یوولسم پړاو پیل شو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي چې په تیرو دوه ورځو کې،د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي له زلمي خلیل زاد سره د سولې د هوکړه لیک پر سره خبرې اترې کړې دي.

ښاغلی شاهین زیاته کړې ده چې طالبانو له امریکایې پلاوي سره ګټورې خبرې اترې لرلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي: دافغانستان د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر دمشر محترم ملا برادر آخند تر مشرۍلاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر خلیلزاد په مشرۍ د امریکې د مذاکراتي ټيم سره غون‌‌‌‌‌‌ډه کړې، د توافقنامې دلاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي.

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا پر خپل پخواني دریځ چې په هیواد کې سرتاسري اوربند دی ولاړه ده.

د ولسمشر ویاند په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي : یوې تلپاتې او پتمنې سولې ته د رسیدو لپاره یوازینې لار د اوربند ټینګښت دی او دا غوښتنه د افغانستان د خلکو او دولت غوښتنه ده، هر هغه طرحه چې په کې اوربند د یوه اساسي اقدام په توګه وړاندې شي د افغانستان د خلکو او دولت لپاره د منلو وړه ده.

وړاندې له دې د سولې پر خبرو اترو  ایران او امریکا د اړیکو ترینګلتیا له اغیز اندېښنې را ولاړې شوې وې.

په دې وروستیو کې د روسې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف هم ویلي دي چې په سیمه کې نوې بدلونونه د افغانستان د سکالو په حل کې مرسته نه کوي.

ښاغلي لاوروف زیاته کړې وه چې مسکو د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو اترو څخه ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:د ایران او امریکا ترمنځ ناندرېو زیاتوالی نشي کولای د افغانستان کړکیچ حل کړي.امریکا په افغانستان له مهمو لوبو کوونکو څخه ده.دوی له طالبانو سره خبرې اترې بیا پیل کړې او د دوام په حال کې دي.روسیه هم له دې خبرو اترو ملاتړ کوي.زما په آند هرې هوکړې ته چې لاس رسی وموندې،مرسته کوي ترڅو د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.مونږ په ګډه په دې بهیر کې د مرستې او یوې هوکړې لپاره د هڅو په حال کې یو.

له دې ټولو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د افغانانو ترمنځ ناسته ترسره شي.وړاندې له دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي هم د کابل له دولت څخه غوښتي و چې له طالبانو سره د خبرو اترو ترسره کیدو لپاره د خپل پلاوي جوړښت وروستی کړي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي