1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په قطر کې د طالبانو له استازو سره د خلیل زاد نا رسمي لیدنه

4517A07B-9E38-489D-9DB6-EBEC49181412_w1023_r1_s
09 Nov 2019

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد او د طالبانو سیاسی استازو د تیرې اونۍ پنځه نۍ په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې نا رسمي لیدنې درلودي ترڅو دسولې بهیر بیا پیل لپاره لارې ولټوي.

 

یو شمیر سرچینې وایې چي خلیل زاد کابل،مسکو،اسلام آباد،بروکسل او پاریس ته له سفر وروسته قطر ته تللی دی.دیلی ټایمر ورځپاڼه وایې چې خلیل زاد او طالبان اوس مهال د یو بل ترمنځ پر اعتماد جوړونې خبرې اترې لري چې د سولې بهیر کړکیچ ته پای ورکونه کې د بندیانو تبادله شامله ده.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې میاشتې به سر کې د طالبانو سرچینو دیلی ټایمز ته ټینګار کړی دی چې پاکستان د طالبانو له لوري برمته شویو امریکایانو خوشي کیدو بهیر کې منځګړیتوب کړی دی او په دې برخه کې د هوکړې لپاره په قطر کې بحثونه شوي دي.

طالبانو د امریکایې پوهنتون د دو استادانو خوشي کیدو په بدل کې،د طالبانو د ډلې د مرستیال سراج الدین حقانی د ورور انس حقاني،او د هغه د تره د زوی مالی خان د غوښتنه کړې ده.

وړاندې له دې د هیواد د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب ویلي وو چې خلیل زاد کابل ته په خپل سفر کې د بندیانو تبادلې اړوند له ولسمشر غني سره خبرې اترې کړې دي.

له بلې خوا له دې سره هم مهاله تمه کیږي چې د لومړي ځل لپاره د چین په پلازمینه بیجینګ کې  د طالبانو او د افغانستان د حکومت د استازو تر منځ مخامخ خبرې اترې ترسره شي.

د راپورونو پر بنسټ،طالبان به د دې خبرو اترو په ترڅ کې د یوه میاشتني اوربند وړاندیز وکړي،طالبانو ویلي دي چې ملا عبدالغني برادر به د چین د ناستې مشري وکړي.

تیره میاشت د طالبانو یوه چارواکي وویل چې خلیل زاد د طالبانو له لوري د یوې اونۍ اوربند وړاندیز ورکړی وو خو دا وړاندیز د طالبانو له لوري رد شوی دی،په دې خبرو اترو کې ښکیل پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د خبرو اترو په بهیر کې  د اعتماد جوړونې لپاره باید تاوتریخوالی راکم شي.

د افغانستان حکومت هم ویلي دي چې مرکچي پلاوی یې د چین په ناسته کې د ګډون لپاره بشپړ شوی دی او نومونه به یې هم د دې ناستې له پیل وړاندې اعلان شي.تمه وه د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د اکتوبر میاشتې په ۲۸ او ۲۹ نیټه په بیجینګ کې لیدنه کړې وای،خو دا ناسته د کابل په  غوښتنه لغوه شوه.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرامپ په کابل کې له یوه برید وروسته چې په کې د یوه امریکایې سرتیري په ګډون ۱۱ ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ،طالبانو سره خبرو اترو بهیر ودروه.

 

آرزو خبري سایټ ـــ شمس الله رحیمي