1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د سکاټ میلر لیدنه

n00169843-b
11 Apr 2020

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر،په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پلاوي سره لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې دواړو لوریو،د سولې د هوکړه لیک پلې کیدو ترڅنګ،د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر سر چې په غیر جنګي برخو کې د بهرنیانو له لوري دوام لري بحث کړی دی.

ښاغلي شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې همدا شان لیکلي دي چې په دې ناسته کې د طالبانو پلاوي،په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د بریدونو د دریدو غوښتنه کړې ده.