په قطر کې د طالبانو سیاسي پلاوي له زلمي خلیل زاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له قومندان سکاټ میلر سره لیدنه کړې ده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله تویتړپاڼه کې لیکلي چې دا ناسته د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د دې هیواد د لومړي وزیر د مرستیال په کوربه توپ تر سره شوې ده.
ښاغلي شاهین په خپل تویټ کې ویلي چې دواړه لوريو په دې ناسته کې، یو ځل بیا د لاسلیک شوي هوکړه لیک په بشپړه تطبیق، د بندیانو د خوشي کیدو د بهیر پر ځنډ، له هوکړه لیک څخه پر سرغړونو او نورو اړوند سکالو پر سر بحث کړی دی.