د لبنان په پلازمینه بیروت کې په یوې چاودنه کې، ۷۸ تنه مړه او څلور زره تنه نورهم ټپیان شوي دي.
د ګزارشونو پر بنسټ، دا چاودنه د دوه زره او ۷۵۰ ټنه امونیم نایتریت زیرمې د چاودنې له کبله وه چې تیره ورځ د لبنان پلازمینه بیروت یې ولړځاوه.
یو شمیر رسنیو ګزارش ورکړی چې دی چاودنې ډیر مالي تاوان هم اړولی دی.
د لبنان حکومت د دې خونړۍ چاودنې له کبله، نن ټولیز ویر اعلان کړ.
د لبنان لومړي وزیر اعلان وکړ د دې هیواد مرسته کوونکي ځواکونه تراوسه توانیدلي د دې چاودنې له امله د څه د پاسه ۸۰ سلنه اورلګونې مخه ونیسي.
د لبنان رسنیو د کارپوهانو په حواله ویلي چاودنه دومره زوروره وه چې د هغه غږ نه یوازې د بیروت په ټول ښار بلکې تر سویله هم اوریدل شوی او بیروت بندر ته نږدی سیمې ته یې هم ډیر مالي تاوان اړولی دی.
د بیروت والي مروان عبود په بیروت کې چاودنې ته په ګوټڅنډنې سره المنار خبري آژانس ته ویلي: د بیروت د اداری نیمایي برخې په لوړه کچه ویجاړ شوي دي.
له دې چاودنې څو ګړۍ وروسته، د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې هیواد کې په دې چاودنه کې هیڅ ونډه نه درلوده.
له بلې خوا اروپایي ټولنې لبنان ته د مرستې لپاره د چمتوالي خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې، عربي متحده اماراتو هم د یوې اعلانپاڼې په خپرولو سره د لبنان له خلکو او په تیره بیا د قربانیانو له کورنیو سره همدردي ښودلې ده.
روسیې هم اعلان وکړ چې د دې هیواد د سفارت ودانۍ هم د بیروت په چاودنه کې تاوان لیدلی دی.