1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په لغمان کې د ۱۳ امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله

n00168440-b
12 May 2020

په لغمان کې ۱۳ امنیتي ځواکونو د طالبانو په برید کې مړه او ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وایي چې وسله والو طالبانو تیره شپه(د غويي ۲۲/مې ۱۱) د لغمان په الیشینګ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو  پر څو  پوستو برید وکړ چې په دې برید کې ۶ امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان دي.

دا وزارت همدا راز د ۱۲ وسله والو طالبانو له مړه او ټپي کیدو هم خبر ورکوي.

خو طالبانو بیا ادعا کړې ده چې د دې ډلې د جګړه مارو  په برید کې ۲۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.