1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په لغمان کې سترو چاڼیزو عملیاتو پیل، یاسین ضیاء دې ولایت ته ورسید

یاسین ضیا
23 May 2021

د ملي دفاع وزارت واکپال او د پوځ لوی درستیز محمدیاسین ضیاء د لغمان ولایت امنیتي وضعیت څيړنې لپاره دې ولایت ته سفر کړی دی.

د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ملي دفاع وزارت واکپال او د پوځ لوی درستیز محمدیاسین ضیا، د ملي امنیت لومړی مرستیال او د دې ادارې اوپراتیفي مرستیال خوشحال سادات د یوه پوځي پلاوی په مشرۍ د طالبانو په شا تمبولو او ځمکنیو او هوايي عملیاتو پیل لپاره دې ولایت ته سفر کړی او له والي سره یې لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دې ولایت یو شمیر برخو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی چې په پایله کې یې د دولت شاه ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته ولویده.