1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په لغمان کې سږکال د وریجو د پیداوارو ډیروالی

لغمان-شالی
09 Nov 2020

د لغمان د کرنې او اوبو لګولو ریاست وایي، چې به روان لمریز کال کې، له یوولس زره هکتاره ځمکو څخه، ۴۵زره ټنه وریجې ترلاسه شوې دي.

 

د لغمان د کرنې ریاست مشر، جمیل خوشحال وایي چې سږکال له یوولس زره هکتاره ځمکې څخه، ۴۵زره ټنه وریجې لاسته راغلې دي. ښاغلي خوشحال، د وریجو د پیداوارو د ډیروالي لامل د اوبو ډیروالی او د طبیعي آفاتو نشتون یاد کړ.

د لغمان د کرنې مشر همداراز ټینګار لري چې دا اداره، هڅه لري چې د نویو لارو غوراوي سره، په راتلونکي کال کې دا پیداوار لا ډیر کړي.

یو شمیر کروندګر وایي چې له یو شمیر ستونزو سره سره، په روان کال کې یې پیداوار ډیر شوي دي.

دوی بیا له حکومت څخه د کرنیزو پیداوارو د راټولولو په برخه کې د شونتیاوو او فني وسایلو په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ غوښتونکي دي.

نعمت الله له ۲۵ کلونو راپدیخوا، د لغمان په یوې ولسوالۍ کې وریجې کړي.

دی وایي چې سږکال یې په درې جریبه ځمکه کې وریجې کرلې وې چې ترې ښه حاصلات ترلاسه شوي، خو لا هم په دې ولایت کې د وریجو کرل او حاصل اخیستل په پخوانۍ بڼه کیږي.

لغمان د هیواد په ختیځ کې له کرنیزو ولایتونو شمیرل کیږي چې سبزۍ او تازه میوې یې نورو ولایتونو ته هم استول کیږي.