د ملی دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د طالبانو نومول شوي والي له وژل کیدو خبر ورکوي.
دې وزارت اعلان کړی دی چې د لوګر ولایت لپاره د طالبانو والي حاجی لالا او دوه مرستیالان یې بریالی او فریدون ددې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یو لړ هوایی عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ددې ډلې دوه قوماندانان احرار او بلال او همدا شان د کابل،غزني،خوست لوګر او پکتیا ولایتونو لپاره د طالبانو استخباراتی مسوول مولوی شمس الرحمن هم په دې هوایې برید کې موخه ګرځول شوي او لمنځه تللي دي.
دملی دفاع وزارت ټينګار کوي چې په دې عملیاتو کې ۱۲ نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي