1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په لوګر کې د ۱۸ طالب جنګیالیو وژل کیدل

لوګر
28 Apr 2020

په لوګر کې د طالبانو یو سیمه ییز قومندان په ګډون د دې ډلې اتلس غړي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي طالب جنګیالیو په تیرو ۲۴ ګړیو کې د لوګر ولایت په یو شمیر برخو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو یرغلیز بریدونه کړي چې د دوې ټول بریدونه د امنیتي ځواکونو له خوا شڼد شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې نښته کې د فرید په نوم د طالبانو یو قومندان په ګډون د دې ډلې اتلس (۱۸) غړي وژل شوي او یو شمیر وسلې یې هم د امنیتي ځواکونو لاسته لویدلي دي.

طالبانو تراوسه د دې پيښې په تړاو څه ندي ويلي.