1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په لیبیا کې د جګړو د دوام اړوند د ملګرو ملتونو سازمان هیښتیا

1398011608484742617083984
14 Dec 2019

 

د ملګرو ملتونو سازمان په لیبیا کې د جګړو له پراختیا اندیښنې کړې او په دې هیواد کې د بشرپاله مرستو د زیاتوالی غوښتنه یې کړې ده.

د بشرپاله مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د همغږۍ دفتر مرستیال د خپلو وینا وو په یوې برخه کې د خلیفه حفتر له لوري د یوه برخلیک جوړونکي جګړې اعلان په غبرګون کې وویل:لیبیا ته د  پراځو جګړو د بیرته ستنیدو اړوند زیاتې اندیښنې شتون لري.

هغه زیاته کړه:د لیبیا وګړي د خپل هیواد سیاسي کړکیچ حل لپاره د ښکیلو خواوو کمزوري له کبله،له رنځ او درد سره مخامخ دي.

دا په داسي حال کې ده چې خلیفه حفتر خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې ترڅو د طرابلس په لور وخوځیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خلیفه حفتر له لوري “د برخلیک جوړونکي جګړې” پیل اعلان په غبرګون کې،په لیبیا کې د جګړو ښکیل لوري خبرو اترو ته بللي دي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي