یو ۱۶ کلن ماشوم په مزارشریف ښار کې د سړې تښتونکو له منګلو خوشې او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.
د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وايي چې دا درې کسیزه ډله تیره ورځ هغه مهال ونیول شوه چې د ښوونځي یو زده کوونکی یې برمته کړی وو او له ښار یې د وتلو هوډ درلود.
د ښاغلي عظیمي په وینا یو سړي تښتونکی له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی هم دی.
د بلخ والي ټینګار کوي چې په بلخ کې د سړي تښتونکو څو نورې ډلې هم فعالیت لري او امنیتي ځواکونو ته یې سپارښتنه کړې چې د دوی د نیولو په برخه کې هم ګام پورته کړي او د مقاومت په صورت کې پرې ډزې وکړي او له منځه یې ویسي.