نن سهار ۹ بجې په مزارشریف ښار کې یوې چاودنې په پایله کې ۲۲ کسان ټپیان شول.
د بلخ د پولیس مشرۍ ویاند عادل شاه عادل وایې دا چادونه هغه مهال رامنځته شوه چې د مزارشریف الکوزي څلور لاره کې په یوه بایسکل کې ځای پر ځای شويو چاودیدنکو توکو د ټرافیک پولیسو رنجر ترڅیرمه چاودنه وکړه.
ښاغلی عادل وایې په دې پیښه کې ۵ پولیس سرتیري او یو امنیتي سرتیری او همدا شان ۱۲ ولسي کسان ټپیان شوي دي.
له بلې خوا د بلخ حوزوی روغتون پازوال وایې چې له دې پیښې ۲۲ ټپیان وروړل شوي دي چې په کې درې ښځې او یو ماشوم هم شامل دي او د یوشمیر ټپیان حالت هم نازک ښودل شوی دی.