دیني عالم مولوی حیات الدین په مزارشریف ښار کې د ناپیژانده وسله والو کسانو له لوري ووژل شو.
د بلخ د پولیس مشرۍ ویاند عادل شاه عادل وایې مولوی حیات الدین پرون ماښام په چغدک سیمه کې د ناپیژانده وسله والو کسانو له لوري چې په موټرسایکل سپارل وول په ډزو سره وژل شوی دی.
تر اوسه د دې پیښې لامل نه دی روښانه او په تړاوو یې هم څوک نه دي نیول شوي.
مولوي حیات الدین د دې ترڅنګ چې یو دیني عالم وو په پوهنتون کې یې هم د استاد په توګه دنده تر سره کوله او د یوې سیمه ییزې راډیو د امتاز خاوند وو.
مخکې له دې هم پر موټرسایکل سورو کسانو د مزارشریف په بابه یادګار سیمه کې یو دیني عالم په ډزو وژلی وو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي