1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په مزار شریف ښار کې د دو پرلپسې چاودنو له امله د ۱۱ تنو مرګ ژوبله

Balkh-1536x1087
02 Jul 2020

په مزارشریف ښار کې د دو پرلپسې چاودنو په پایله کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۹ تنه نور ټپیان شول.

د بلخ امنیتي پازوال وایي چې لومړنۍ چاودنه تیره شپه ۹ بجې(چنګاښ ۱۱/ جولاې ۱)  د مزارشریف ښار دریمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوه او کله امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل دویمه چاودنه رامنځته شوه.

په دې پیښه کې د درېمې امنیتي حوزې د مرستیال په ګډون ۹ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي او یوه امنیتي سرتیري او یوه ملکي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تراوسه د دې چاودنو پړه کومې ډلې پر غاړه نده اخیستې.