1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په مزار ښار کې د ۲۱ کلن ځوان د وژل کیدو په تړاو اعتراضي راټولیدنه

1211
26 Jan 2020

د دې ځوان کورنۍ او د بلخ یو شمیر اوسیدونکي په یوه اعتراضي راټولیدنه کې، د دې پیښې په تړاو  امنیتي بڼسټونه په بی غورۍ تورنوي او وايي، د هغه د خوشې کولو لپاره هیڅ ګټه ور ګام ندې اوچت شوې.

د جمعه خان کورنۍ وایي چې سړي تښتوونکو د هغه د خوشې کولو لپاره دیرې پيسې غوښتې وې خو دوی ونه توانیدل چې غوښتل شوې پيسې چمتو کړي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد، د دې پیښې د عاملینو د پيژندنې او څارنې لپاره د یوه پلاوي له جوړیدو خبر ورکوي خو امنیتي پازوال په دې اړه څه ندي ویلي .

دا کورنۍ همداشان وایي چې امنیتي بڼسټونو د سړي تښتوونکو له منګلو څخه د دوې د ځوې د خوشې کولو لپاره، هیڅ ګام ندی اوچت کړې.

دا په تیرو دوو میاشتو کې په بلخ ولایت کې د سړي تښتوونکو لخوا دویمه وژنه ده. هغو وژنو چې دوام یې د بلخ ولایت اوسیدونکي کلک اندیښمن کړي دي.

آرزو نیوز- نجلا مایار