1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په مصر کې د دوو کتارونو د ټکر له کبله مرګ ژوبله ۲۰۰ تنو ته لوړه شوه

acee4f2525296b6d4923919afd3e4719_L
27 Mar 2021

د راپورونو پر بنسټ دا دوه مسافر وړونکي کتارونه سوهاج ښار ته نږدې له لیکې بهر شوي او له ټکر وروسته چپه شوي دي.

د مصر د روغتیا وزارت مخکې له دې اعلان کړی وو چې دا مرګونې پیښه د جمعې په ورځ ( مارچ ۲۶مه) د قاهرې ښار په سویل کې رامنځته شوې چې په کې ۳۲ تنو ژوند بایللی او ۱۶۵ تنه هم ټپیان شوي دي.

د مصر د ریل پټلۍ ادارې ویلي دي چې اټکل کیږي یو ناپيژانده کس د بیړني بریک په وهلو لاس وهلی وي چې همدا سکاله د دې پیښې لامل شوې ده.

په همدې حال کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د دې پیښې د څيړنې غوښتنه کړې او عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه کړې ده.