1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ملي عوایدو کې ۱۸ سلنه کموالی

اقتصادی
25 Apr 2020

د مالیې وزارت موندنې ښيي چې په روان کال کې ملي عواید، د تیر کال په پرتله ۱۸ سلنه لږ شوي دي.

 

په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدو سره، د مالیې وزارت په روان کال کې د ۱۸ سلنه ملي عوایدو د کمیدو خبر او د ۴۸ میلیارد افغانیو د عوایدو د ټولیدو خبر ورکوي.

د مالیې وزارت ویاند، شمروزخان مسجدي وویل چې د کرونا ویروس د خپریدو په لړ کې د خصوصي سکټور د کار ځنډیدل او حکومت ته د سوداګرو له لورې د خدماتي عوایدو د فیس نه ترلاسه کول، پر ملي عوایدو ناوړه اغیزه کړې ده.

وروسته له هغه چې حکومت د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې له کبله، په بودیجه کې ځینې بدلونونه راوستل؛ نړیوال بانک د دې اقتصادي ستونزې د هواري لپاره د همکارۍ ژمنه سپارلې ده.

د افغانستان حکومت او نړیوال بانک د هوکړه لیک پر بنسټ، تمه ده دا بانک له ملي عوایدو مصرف شوې پيسې، په ملي بودیجه کې ورزیاتې کړي.

خو یو شمیر اقتصادي شنونکي، د هیواد د اقتصادي تاوان له هغو شمیرنو ډیر بولي چې حکومت اعلان کړې دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، شبیر بشیري په دې اړه وویل، تر هغه چې حکومت د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې اړوند اساسي برنامه ترلاس لاندې ونه نیسي او د ښارونو د قرنطین بهیر دوام ولري، د افغانستان عواید به له دې هم لږ او حتې د هیواد اقتصاد به په ګونډو شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خان جان الکوزی، رامنځته شوی اقتصادي حالت، د اندیښنې وړ بولي.

ده له حکومت څخه وغوښت لچې سوداګر د پانګونې په برخه کې وهڅوي او خصوصي سکټور ته ګمرکي آسانتیاوې رامنځته کړي.

د ملي عوایدو له کمیدو په داسې حال کې اندیښنې ښودل کیږي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د موندنو پر بنسټ، اوس مهال د نږدې ۵۰ سلنه تولیدي او خدماتي شرکتونو او ۸۰ سلنه کوچنیو او منځنیو سوداګرو چارې د کرونا ویروس او د ښارونو د قرنطین کیدو له کبله، ځنډیدلې دي.