1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په میدان وردک کې د طالبانو د یرغلیز بریدونو شنډیدل

105411272_3039121792791252_836561772190150028_n
24 Jun 2020

د دفاع وزارت په میدان وردک کې د طالبانو د یرغلیز بریدونو له شنډیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې طالب جنګیالیو تیره ورځ ( درې نۍ، چنګاښ ۳/ جون ۲۳ ) د دې ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په اډو برید وکړ.

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ په دې نښته کې شپږ طالب جنګیالي مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي او د هغوې بریدونه هم په شا وتنبول شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې له نرخ ولسوالۍ سره  د میدان وردک ولایت د مرکز لار هم چې د طالبانو له لوري تړل شوې وه،یو ځل بیا د تګ راتګ کوونکو پر مخ پرانستل شوه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.