1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار ولایت کې سږکال د زیتونو حاصلات څلور برابره لوړ شوي دي

N82692709-71921052
02 Dec 2019

د کرنې وزارت د وادي کرنیز شرکت مسولین وايي سږکال يي د زیتونو باغونو دوه سوه ټنه حاصل وکړي چې د تیر کال په پرتله يي حاصل څلور برابره لوړ ښی يي.

دوی وايي د زیتونو باغونو سمه روزنه او ښه امنیتي وضیعت ددي لامل شو چې سږکال يي د تیر په پرتله څلور برابره حاصل لوړ شوو

دوی وايي د سل ټنو په شاوخوا کې زیتون يي له باغونو راټول کړي او د پروسس لپاره يي فابریکي ته ور وړي چې په خبره يي له زیاتي اندازي څخه به يي اچار جوړ کړي.

د زیتونو کارخاني مسولین وایي په ننګرهار کې په څه باندي زر  جریبه ځمکه باندي څلور نوعه زیتون ښه حاصل ورکوي چې د کملیک په نامه نوعي څخه يي اچار جوړوي او له پاتي دري هغو څخه يي تیل وستل کیږي.

زلمی له تیرو شپاړس کلونو راهیسي د زیتونو په کارخانه کې کار کوي وايي پخوانیو ماشینونو ته اوسني هغه عصري دي او ښه کار کوي هغه وایې : د نوي ماشینونو په راتګ سره مو کار اسانه شوی خو حکومت باید دغي کارخونې ځاننګړې پاملرنه وکړي.

په ننګرهار ولایت یواځي د زیتونو حاصلات لوړ شوي نه دي بلکي د کانال ریاست اړوند د مالټو باغونو حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتولی راغلی دی .

ننکرهار یو له هغي ولایتونو څخه دی چې اب او هوا يي د هر ډول میوه لرونکو بوټو د ودي لپاره مناسبه ده.

په ننګرهار ولایت کې د زیتونو دولتي باغونه په ۱۳۴۲ کال کې په څه باندي زر جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې هغه مهال تري څه باندي دري زره ټنه حاصل اخستل کیده خو کورنیو جګړو زیانمن کړي دي.

آرزو خبري سایټ ــ اسماعیل ملکزی