د فاطمه الزهرا روغتون روغتیاپالان وایي چې له پنځو زیږیدلیو ماشومانو، یو یې مړ شوی دی.
په جلال آباد ښار کې د فاطمه الزهرا روغتون یوه روغتیا پاله، ملالۍ ستانکزۍ د دې خبر پخلی کوي. هغې ویلي چې څلور ماشومان روغ رمټ دي، خو یو ماشومان یې مړ زیږیدلی دی.
د فاطمه الزهرا روغتون روغتیاپالان، د یوه ماشوم د مړینې لامل، روغتون ته د ماشومانو د مور ناوقته رسیدل بولي.
د دې ماشومانو پلار، محمد عمر وایي چې د یوه ماشوم نوم به “سوله” او بل به “امن” نوموي.
دی وایي د سولې تږی دی او هیله ښيي چې ماشومان به یې د هیواد د نورو ماشومانو ترڅنګ، له جګړې او تاوتریخوالي لرې، لوی شي.
له دې سره، د فاطمه الزهرا روغتون روغتیاپالان، د څلورو ماشومانو د مور حالت هم د قناعت وړ بولي.