په ننګرهار ولایت کې د کب روزنې نږدې ۲۰۰ فارمونه شتون لري چې په خصوصي پانګونې جوړ شوي او هر کال د کب ۵۴ ټنه غوښه په کې تولیدیږي.
که څه هم د کبانو ډیرۍ فارمونه د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړ شوي، خو د کرنیز کانال شرکت په زر جریبه ځمکه کې د ۳۶ نویو فارمونو د جوړیدو خبر ورکوي چې د یو شمیر د جوړیدو چارې بشپړې شوي او په هغه کې د کب غوښه تولیدیږي.
د کرنیز کانال شرکت د رسنیزو چارو پازوال، همایون غریبمل وایي چې دې فارمونو ته مخکې له دې له بهرنیو هیوادونو د کبانو بچیان واردول، خو د کرنیز کانال شرکت اوس د کبانو د بچیو تولید پیل کړی او تمه ده سږکال د کبانو تر دولس میلیونه بچي تولید او بازار ته وړاندې کړي.
د ننګرهار اوسیدونکي، د دولت د دې ګام هرکلی کوي او ټینګار لري چې دا ګام به د ډیرو کاري فرصتونو د رامنځته کیدو لامل وګرځي.
دوی همداشان د چرګانو او کبانو د لا ډیرو فارمونه رامنځه کیدو غوښتونکي دي چې له یوې خوا حکومت ته ګټه ورسیږي او له بلې خوا د سلګونو خلکو لپاره دندې چمتو کوي.