| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په ننګرهار کې د انارو د پیداوارو ډیرښت، خو د بازار له نشتونه د بڼ لرونکو شکایت
12 Oct 2020
د کندهار د کرنې ادارې مشر سید حفیظ الله سیدي وايي، په روان کال کې د دې ولایت د انارو له باغونو ۱۹۰ مټریک ټنه حاصل تر لاسه شوي چې د تیر کال په پرتله ډيروالی ښيي.
که څه هم په کندهار کې د انارو پیداوار ډير شوي دي خو له پاکستان سره د سرحد تړل کیدو له کبله بڼ لروونکو ته ډير تاوان رسیدلی دی.
د دې ولایت بڼ لروونکي وايي چې له یوې خوا د حکومت نه ملاتړ له کبله د انارو کیفیت ټیټ شوی له بلې خوا د پاکستان د سرحد تړلي پاتې کیدو له کبله په بازار کې د انارو بیه ټیټه شوې ده.
دوی ټینګار لري چې دې ستونزې د کندهار بڼ لروونکو ته ډير تاوان رسولی دی.

د کندهار د سوداګرۍ خونه هم ټینګار لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو ترینګلیددو له کبله، ډيری تاوان د تازه میوو سوداګرو ته رسیدلی دی.
خو د کندهار سیمه ییز پازوال د دې ستونزې حل لپاره د هڅو له پیله خبر ورکوي.
د کندهار بڼ لروونکي وایي چې د بازار د نشتون او د انارو د بیې ټیټوالي له کبله اړ شوي دي ترڅو له دې میوې څخه مربا جوړه کړې.
