1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د داعش او طالبانو د ډلو د درییو مخکښو غړو نیونه

Nangrahar-1536x1087
26 Oct 2020

ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې دوه مخکښ غړي او د طالبانو د ډلې یو کلیدي غړی نیولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د دې ولایت د سپین غر ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې د ولسوال مرستیال او د دې ډلې تبلیغاتي مسوول د جلال آباد ښار په ۷ مه ناحیه کې نیولي دي.

ښاغلی خوګیاڼی ټينګار کوي چې ځانګړو ځواکونو همدا راز د سره رود ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نوم ولسوال مرستیال هم نیولی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.