1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د داعش مالي او مطبوعاتي پازوال ونیول شول

Elt60TNXIAE2_R0
01 Nov 2020

د ننګرهار د والي ویاند، عطاءالله خوګیاڼي آرزو ټلویزیون ته وویل چې په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې، د داعش ډلې مالي او رسنیز مسوولین نیول شوي دي.

 

هغه زیاته کړه دا عملیات تیره شپه (پیلنۍ، لړم لسمه)، د جلال آباد ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې شوي چې د داعش د دې دوو کلیدي غړو ترڅنګ، د دې ډلې دوه نور غړي هم نیول شوي دي.

د داعش ډلې په دې اړه تراوسه څه ندي ویلي.

که څه هم مخکې له دې د افغانستان دولت تل په ننګرهار کې د داعش بشپړې ماتې یادونه کړې، خو ظاهراْ دا ډله لا هم د دې ولایت په ځینو برخو کې فعالیت لري.