ناپيژانده وسله والو کسانو دوه دیني عالمان په ننګرهار کې ووژل.
دننګرهار سیمه ییز پازوال ددې خبر په پخلي سره وایې چې ناپيژانده وسله والو کسانو تیره ورځ د (جون په ۲۲مه)مولوی عزت الله عزتمند دجلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې او مولوي ګل افضل هم ددې ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې وژلي او له سیمې تښتیدلي دي.
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼی مني چې تر اوسه ددې وژنو په تړاوو څوک نه دي نیول شوي.
په همدې حال کې د ننګرهار دولایتي شورا مرستیال ددې وژنو تر شا بهرنیو هیوادونو استخباراتو پوری یوشمیر تړل شوې کړیو لاس بولي.
په څو وروستیو میاشتو کې نږدي ۲۰ دیني عالمان د ناپیژانده وسله والو کسانو له لوري د ناڅرګند لامل له کبله په ننګرهار کې ووژل شول.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي