1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د سیلابونو دبهیدو له کبله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ

n00172233-b
17 Apr 2019

دننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې د وروستیو ورښتونو او سیلابونوپه پایله کې ددی ولایت په روداتو او سرخ سرود ولسوالیو کې د دو ښځو او دو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دري نور ټپیان شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي وو چی د وری له ۲۳ مې څخه ددی میاشتې تر ۲۸ مې نېټې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې سخت بارانونه ووریږي.

په دی اعلامیه کې راغلي دي چی د افغانستان ۲۵ ولایتونه به د سیلابونو د بهیدو شاهدان وي او د هیواد د ختیځو،لویدیزو او مرکزي ولایتونو له اوسیدونکو هم غوښتل شوي وو ترڅو په دی برخه کې لازم چمتو والی ولري.