د ملي امنیت ریاست په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د مهماتو د یوې زیرمې له ویجاړیدو خبر ورکوي.
د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د طالبانو د یوه مخکښ قومندان عبدالفتاح مشهور په پتنګ چې مخکې وژل شوی وو، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هغه د وسلو په یوې زیرمې عملیات کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دې عملیاتو په پایله کې د طالبانو د ۸۲ ملي مترې هاوان په ګډون د دی ډلې یوه بی پیلوټه الوتکه او یو شمیر درندې او سپکې سلاوحې د امینتي ځواکونو لاسته لویدلي دي.
دوه تنو چې د دی زیرمو پړه یې پر غاړه وه هم نیول شوي دي.