1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د غواګانو له یوه فارم څخه د نږدې څلورسوه لیټره شیدو تولید

ګکوووووووووو
31 Jul 2021

په ننګرهار کې د غواګانو یو فارم نږدې څلورسوه لیټره شیدې تولیدوي.

د ننګرهار د وادي کانال کرنیز شرکت مشر، شکرالله نورزی وایي چې اوس مهال په دې فارم کې ۲۲۱ څاروي شتون لري، چې هره ورځ له ۴۶ غواوو، ۴۲۰ لیتره شیدې ترلاسه کیږي.

ښاغلی نورزی زیاتوي، چې د دې فارم ورځیني عایدات نږدې ۱۵زره افغانۍ دي چې د کارکوونکو د شمیر ډیریدو او شونتیاوو لوړوالي سره، د دوی عایدات به څو برابره ډیر شي.

کټور خان، له څلویښتو کلونو راپدیخوا دلته کار کوي.

دی وایي چې دې فارم ته د کورنیو جګړو په پایله کې سخت تاوان اوښتی وو، خو هیله مندي ښيي چې دا فارم بیا خپل پخواني حالت ته ستون شي.

د ننګرهار د وادي کرنیز شرکت ویاند، سیدهمایون مل، په دې فارم کې د نویو برنامو خبر هم ورکوي او وایي چې د ۳۰۰ ډیرو نورو څارویو پيرل او د لبنیاتو پروسس به د دې فارم د عوایدو د ډیروالي لامل به وګرځي.

د ننګرهار د وادي کرنیز شرکت، په هیواد کې له مهمو کرنیزو پروژو څخه شمیرل کیږي چې د دې فارم ترڅنګ، د ستروس او زیتون بنونه او د پروسس فابریکې هم لري چې په دې وروستیو کې د پام وړ پرمختګونه لرلي دي.