1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د واده د موټرو ټکر، دوو تنو ژوند بایللی

165602445_204424901451531_3760189053894581773_n
29 Mar 2021

د جلال آباد تورخم پر لویه لار ترافیکي  پیښه کې دوو تنو ژوند بایللی ا و ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار سیمه ییز پازوال وايي چې نن له غرمې مخکې ۱۰ بجې او ۳۰ دقیقې ( وري ۹مه) د تورخم ـ جلال آباد پر لویه لار غازي امان الله خان سیمه کې د ناوې او زوم موټر له یوه بل موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې یې دوو تنو ژوند بایللی او د ناوې او زوم په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا د ریاست پازوال وايي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې یوماشوم او د ټپیان په منځ کې هم څلور میرمنې شاملې دي چې د درییو ټپيانو روغتیايي حالت هم نازک دی.

سیمه ییز پازوال د دې پیښې لامل د موټرچلوونکو ناپامي بولي.