1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ننګرهار کې د پاکستان د وروستیو توغندیزو بریدونو په تړاو د لسګونو تنو لاریون

ssssss
20 Jul 2020

په ننګرهار ولایت کې په لسګونو خلکو د پاکستان د پوځیانو لخوا د وروستیو توغندیزو  بریدونو او په صفري کرښه کې د یوه ور د جوړولو په تړاو لاریون وکړ.

لاریون کونکي هیښتیا ورکوي چې هیچاته به هم په ډیورنډ کې د معاملې اجازه ورنکړل شي او که حکومت پاکستاني پوځیانو ته ځواب ورنه کړي نو دوی به په خپله لاس په کار شي.

تر دې دمخه د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د پاکستان وروستیو اقداماتو ته د رسیدو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې روانې دي.

څو مودې مخکې پاکستاني پوځیانو د کنړ ولایت په سیداباد ښار او سرکانو ولسوالۍ کې توغندیز بریدونه کړي وو چې په دې پيښه کې پنځه عام وکړي مړه او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.